د برېښنايي سکرېټو په اړه د روغتيايي خطرونو خبرداری

د بي بي سي يوې پلټنې موندلې هغه برېښنايي سګرېټ چې بريتانيا کې د ښوونځيو له هلکانو ټول شوي، د لوړې کچې سرپ او نور فلزونه لري.

ساينسپوهان يې اوس له امله د جدي روغتيايي خطرونو خبرداری ورکوي، داسې حال کې چې د لابراتوار ازموينې ښيي د نېکل کچه د هغه څه پرتله چې خوندي بلل کېږي، نهه برابره لوړه ده.

ډېر برېښنايي سګرېټ چې ماشومانو سره موندل شوي، ناقانونه وو، او له تنظیموونکو ادارو سره نه وو ثبت شوي. د بي بي سي خبريالې لوسي واټکېنسن پرې دا راپور چمتو کړی.