د ناسا ارټیمس سپوږمۍ راکټ له ځمکې وتوغول شو
د امریکا فضايي ادارې ناسا د فلوریډا ایالت له کېپ کاناورال نه خپل تر ټولو قوي توغندی توغولی دی.
دا ۱۰۰ متره لوړه ارټیمیس ماشین لرونکی د رڼا او غږ په حیرانوونکي ترکیب کې اسمان ته پورته شو.
دا فضايي توغندی چې د اورین په نوم پېژندل کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې سپوږمۍ ته د خلکو د تللو لپاره لاره هواروي او د سپږمۍ چارچاپېره او شا ته به وچورلېږي.