بريتانیا: د ټېک ټاک له برکته د کتاب مینه وال زیات شوي او د ۸،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت کتابونه پلورل شوي

د بریتانیې خپرندویه ټولنه وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د کتابونو پلور پنځه سلنه لوړ شوی چې د ۶ اعشاریه ۷ میلیارده پونډو یا ۸ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت کتابونه پلورل شوي دي.
دوی وايي، د ځوانانو په برخه کې پنځه غوره کتابونه چې ډېر پلورل شوي، د بوکټاک په نوم ټرینډ له برکته دي چې په ټېک ټاک کې ورته کمپاین شوی دی.
د بریتانیې د خپروندویه ټولنو مشر سټیفن لوټینګا وايي، په ټېک ټاک او یوټوب کې پر کتابونو د تبصرو مشهوره ويدیوګانو د کتابونو پېرلو او لوستلو لپاره د لوستونکو هڅولو کې خورا مهم رول لوبولی دی.
د ده په وینا ډېرو کتاب پلورونکو ویلي، ګڼ کسان چې کله د کتاب اخیستلو لپاره ورغلي، د هغو کتابونو پوښتنه یې کړې چې ټېک ټاک کې یې په اړه نور کسانو تبصرې کړې او دوی یې هڅولي چې دغه کتابونه ولولي.
ښاغلی لوټینګا وايي: د ټیک ټاک مشهوره ویډیوګانو د کتابونو پر پلور مثبت اغیز کړی.

په پلورل شویو کتابونو کې هغه هم شامل دي چې پخوا خپاره شوي دي، خو د ټیک ټاک ویډیوګانو خلک هڅولي چې د نویو پرځای همغه پخواني کتابونه هم وپیري او ولولي.
تېر کال تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب "په اخر کې دواړه مړه شول" په نوم دی چې ادم سلوېرا لیکلی او د ځوانانو کتاب دی. دا کتاب په ۲۰۱۷ کې لومړی ځل خپور شوی و.
د بریتانیې د خپرندویه ټولنو مشر وايي، سره له دې چې د تېر کال په لومړیو درې میاشتو کې د قرنطین له کبله کتاب پلورنځي تړل شوي وو، خو بیا هم د کتابونو پير او پلور کې بیساری زیاتوالی راغلی دی.
د کتابونو د پلور د زیاتوالي ترڅنګ د غږیزو کتابونو خرڅلاو هم ۱۴ سلنه لوړ شوی.









