کاربن دای اوکساید د اقليم بدلون کې څه اغېز لري؟
د نړۍ لروبر نژدې دوو سوو نورو ښارونو کې نور لاريونونه هم تنظيم شوي، چې موخه یې د سياسي مشرانو هڅول دي، چې د اقليمي بدلون کابو کې لپاره دې لا ځواکمنې ژمنې وکړي.
تنظيموونکي وايي هغه خلک چې ډېر کم د اقليمي کړکېچ لامل شوي، د اغېز تر ټولو غټ ګوزار يې خوري. دوی د سرچينو بيا وېش او د واک او ځواک نه مرکزيت پر بنسټ د عمل غوښتنه کوي.
د اقليم له سرمشريزې تمه ده، ۴۵ هېوادونه د بېړني عمل او پانګونې ژمنه وکړي، چې له مخې یې د طبيعت ساتنه وشي، او لا ډېرو پايېدونکو کرنيزو لارو چارو ته واوړي.
د نړۍ يو پر څلور، شين کوريز ګازونه له کرنې، ځنګليزو چارو او د مځکې نورې کارونې وځي. کارپوهان وايي د خوراکي توکو کرکيلې او خوړو لارو چارو اصلاحاتو ته بېړنۍ اړتيا ده.
نژدې ۴ ميليارده ډالره به د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت کوونکې او د تودوخې زغمونکو غلو په څېر د کرکيلې د نويو لارو چارو پر راکتلو لګېږي.
خو د اقلیمي بدلون سره په تړاو ډېره پړه پر کاربن دای اوکسایډ ګاز او لوګي اچول کېږي. خو کاربن ولې مهم دی او د اقليم په بدلون کې څه رول لري؟