افریقا کې د ملاریا ضد واکسینو پیلولو تاریخي اجازه ورکړل شوه

د عکس سرچینه، WHO
- Author, جیمز ګالاغر
- دنده, د روغتیا او ساینس څانګې خبریال
د ملاریا ضد مبارزې په یوه تاریخ پړاو کې د افریقا ډېری سیمو کې ماشومانو ته د دې خونړۍ ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي.
تېره پېړۍ کې دا ناروغي په ځانګړې توګه د ماشومانو مړیني یو لوی لامل و. اوس له یوې پېړۍ اوږدو هڅو وروسته د دې ناروغۍ ضد واکسین د درملو برخه کې د بشریت یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
د ار ټي اېس، اېس په نامه دغه واکسین شپږ کاله مخکې تایید شوي و.
په ګهانا، کینیا او ملاوي کې د واکسینونو له تجرباتي دورې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د افریقا وچې په نورو سیمو کې چې د ملاریا خپرېدو کچه متوسطه یا لوړه ده، واکسین پروګرام پیلوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم غبریسوس په دې هکله وايي:
''دا تاریخي شېبه ده. ''
نوموړي زیاته کړه:
''د ملاریا مخنیوي واکسین چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، د ماشومانو روغتیا، ساینس او ملاریا کنټرول برخه کې لوی پرمختګ دی. (دا) هر کال د لسګونو زره ماشومانو ژوند ژغورلای شي. ''
ملاریا یو پارازیټ دی چې د انسان د وینې ژوڼکو ته زیان اړوي او د ځانګړو غوماشو چیچلو له لارې د انسان بدن ته ننوځي.
د پارازیټ کوربه جال له منځه وړلو درملو او دغه راز د غوماشو وژونکو درملو د ملاریا خپریدو کې یو څه کموالی راوستی.
خو افریقا کې دا ناروغي اوس هم په خورا خونړۍ بڼه شته چې یوازې ۲۰۱۹ کال کې یې له کبله ۲۶۰ زره ماشومان مړه شول.
ماهرین وايي، ملاریا نژدې ۱۰۰ ډوله پارازیټ لري چې نوی ار ټي اېس، اېس واکسین یې پلازموډیوم پالسیفاریوم نومي هغه په نښه کوي چې په افریقا کې تر ټولو خونړی ثابت شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملاریا پارازیټ خورا پیچلی او خطرناک بلل کېږي، له همدې کبله یې د کوویډ - ۱۹ پرتله مخنیوی ستونځمن دی.
دې پارازیټ د انسانانو بدني مدافع سسټم داسې روږدی کړی، چې ترې تښتي او له دې کبله بیا بیا پرې حمله کوي.
ماهرین د ملاریا واکسین چمتو کول پر دېوال د سریښناک مایع موادو ټومبلو په څېر ګرانه چاره بولي او په وینا یې نوي ار ټي اېس، اېس واکسین د ملاریا یوازې سپوروزویټ نومي پارازیټ په نښه کوي چې د غوماشي چیچلو او سږي ته د پارازیټ رسېدو تر منځ پړاو ته ویل کېږي.
له همدې کبله دا واکسین ۴۰ سلنه ګټور بلل کېږي، خو دې سره هم ځکه دا یوه مهمه بریال بلل کېږي، چې د لا ګټورو واکسینو چمتو کېدو ته ورسره لار هواره شوه.











