افغانستان کې د فزیکي سیمکارډ پرځای 'اي سیم Embed SIM' کارول پیلېږي

ایفون

د عکس سرچینه، Apple

د عکس تشریح، اي سیم تر اوسه یوازې د ایفون په وروستیو لوړو ماډلونو کې کار کوي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو اداره یا اترا وايي، لومړنی اي سیم ((ESIM یې په افغانستان کې د ازمايښتي کارونې په موخه ترلاسه کړی دی.

د دې ادارې چارواکي وايي، دا سیستم به په تدریجي ډول په دغه هېواد کې د فزیکي سیم کارډونو ځای ونیسي.

اي سیم د سیمکارډونو پنځم نسل دی چې (Embed SIM) یا ځای پرځای شوی (نغښتی سیم) سیمکارډ بلل کېږي چې په وروستیو کلونو کې رامنځ ته شوی.

اوس د افغانستان د مخابراتي خدمتونو ادارې یا اترا د دې پرمختللیو سیمکارډونو ازمايښتي کارونه پیل کړې ده.

ددې ادارې مطبوعاتي مسؤل سعید شینواري بي بي سي ته وویل:

''ددې پرځای چې سیمکارډ موبایل ته واچوو، له کمپنۍ څخه زموږ موبایلونو کې یو چیپ راځي چې یو کاریال (اپلېکېشن) ورته ډونلوډېږي او له شبکې سره نښلول کېږي، له دې سیمکارډ به هماغسې ګټه اخیستل کېږي لکه اوس یې چې له فزیکي سیمکارډ اخلو".

د اي سیم په مټ کاروونکي کوای شي خپل بېلابېل الکترونیکي وسایل له انټرنېت سره ونښلوي.

د اترا اداره وايي، تر اوسه ۶۰ هېوادونو کې دغه ډول سیم کارډونه کارول کېږي.

د دغې ادارې په وینا، په پام کې ده چې ددې سیمکارډونو لپاره به د کاروونې په برخه کې بنسټیزې تګلارې جوړې او پلې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی شینواری زیاتوي، اترا هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې ټکنالوژۍ د پراخې کارونې زمینه برابره کړي:

"هر چا ته چې موږ اي سیم ورکوو، لومړی باید له کمپنۍ سره ځان ثبت او له بایومیټریک وروسته له برېښنايي تذکرې سره وصلېږي. ټول خلک چې له لایسنس یا پاسپورټ ګټه اخلي، باید له اي ایډي یا برقي تذکرې سره وصل شوي وي".

اي سیم تر اوسه یوازې د ایفون په وروستیو لوړو ماډلونو کې کار کوي.

د دې سیم کارډونو یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې کاروونکي به یې په دوامداره ډول دې اړ نه وي چې له یوه هېواده بل ته د سفر پر مهال خپل سیمکارډ بدل کړي یا نوي وپېري، یوازې د اړوندو هېوادونو د مخابراتي شبکو کوډ به موبایل ته ورزیاتوي او ورسره به یې سیمکارډ په اتومات ډول له شبکې سره وصلېږي.