تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فايزر واکسين څنګه کار کوي؟
بريتانيا کې خلکو ته د کورونا وبا ضد فايزر بايونټېک واکسین ورکول پيل شوي. بریتانیا لومړی هېواد دی، چې دا واکسين یې منلی دی.
د انګلنډ روغتیا مرستیال اجراییه مشر وايي د واکسین ورکولو لومړي پړاو له لارې به وکولی شي د هغو کسانو شمېر ۹۹ سلنه کم کړي چې پر دې ناروغۍ اخته کېدو له امله روغتونو ته بېول کېږي او يا يې له امله مري.
خو ټولو وګړو ته د واکسین ورکولو چاره هغسې اسانه هم نه ده، يوه ننګونه يې دا ده چې دا واکسین باید یو ډول ځانګړي حالت کې وساتل شي.