د سرطان درملنه کې یو نوې تجربه
په بریتانیا کې، هر کال زرګونه خلک چې د سرطان درملنه کیمو تراپي یې روانه وي، بې اړتیا روغتون ته ځي. دا یو احطیاتي کار دی چې ناروغان ډاډه شي چې د بدن په دفاعي سیستم کې یې کومه ستونزه نشته. اوس په کمبرېج پوهنتون کې، د سرطان یو ډاکتر، داسې یوه آله ازمايي چې ناروغان یې په کور کې کارولی شي او هدف دا دی چې دا خلک به نور اړ نه وي روغتون ته ولاړ شي.