ذهني فشار وېښتان سپینوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا او برازیل کې نوې څېړنه وايي، ذهني فشار ښايي د انسان وېښتان سپين کړي.
پر موږکانو شوې تجربه ښيي، د بدن کومې ژونکې یا حجرې چې د پوټکي او وېښتانو رنګ ټاکي له دې تجربې د پیدا شوي ذهني فشار زغم یې نه درلود او د تکلیف له امله زیانمنې شوې دي.
له دې پایلې څه مهال وروسته څېړونکو وموندله له تجربې مخکې چې کومو موږکانو تور وېښتان لرل، له تجربې وروسته سپین شوي دي.
څېړونکي وايي، د دې تجربې له مخې دا ویلی شي چې لا هم نوره څېړنه او په نتیجه کې یې داسې درمل جوړول پکار دي چې د وېښتانو د سپینېدو مخه ونیسي.
په ټولیز ډول په دېرشمو کلونو کې د نارینه وو او ښځو د وېښتانو رنګ بدلېدل یوه طبیعي چاره ده، خو د عمر له زیاتېدو پرته ذهني فشار هم په دې برخه کې خپل رول لري.
د دې څېړنډلې غړي ساینسپوهان زیاتوي له دې سره سره دا په ډاډ سره نشي ویلی چې د ذهني فشار او وېښتانو سپینېدو ترمنځ څه اړیکه ده.
د برازیل د ساوپاولو پوهنتون او د امریکا د هارورډ پوهنتون دا څېړنه په نېچر ساینسي جریده کې خپره شوې ده.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې ممکن دا اړیکه د میلانو سایټ ژونکو له امله وي چې میلانین پیدا کوي او بدن کې د وېښتانو او پوټکي د رنګ مسوولیت لري.
د هارورډ پوهنتون څېړونکی او د دې څېړنډلې غړی پوهاند یاسیه سو وايي، موږ اوس په ډاډ سره ویلی شو چې د ذهني فشار د وېښتانو او بدن د رنګ بدلېدو سبب کېږي.

د عکس سرچینه، WILLIAM A GONCALVES
ساینسپوهانو موندلې چې د تجربې په مهال د موږکانو له بدن ایډرینالین وت، چې له امله یې د زړه حرکت زیاتېږي، د وینې فشار ډېرېږي، ور سره ذهني فشار پیدا کېږي او دې چارې سره میلانن ژونکې په کمېدو شي.
پوهاند یاسیه سو وايي پخوا باوري و چې ذهني فشار بدن ته ضرري وي، خو دې تجربه کې یې ولیدل چې ناوړه اغېز یې زموږ تر خیال ډېر دی:
"هغو موږکانو کې یوازې څو ورځو کې رنګ پیدا کوونکې ټولې ژونکې له منځه لاړې او هغه بیا نه موندل کېږي".
له بي بي سي سره خبرو کې یاسیه سو زیاته کړه چې دې موندنې سره یې لومړی پړاو وهلی او لا هم اوږده لار په مخ کې لري چې په وهلو سره به یې د انسانانو د وېښتانو د سپینېدو د مخنیوي علاج پیدا کوي.








