څېړنه: د کم وزنه ماشوم د 'بې اولادۍ امکان ډېر' وي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نوې څېړنه وايي هغو ماشومانو ته چې د زوکړې پرمهال یې وزن تر درې کیلوګرامو کم وي، په مشرتوب کې د دې خطر شته چې د اولاد څښتنان نه شي.
دا څېړنه په ډنمارک کې شوې او ښيي د مور په ګېډه کې کمزوري ماشوم کې د سپرم او د بدن د غړو ضعف ستونزه پیدا کېدای شي.
څېړنه ښيي هغه ماشومان چې د زوکړې پر مهال یې وزن کم وو، تر ۳۰ کلنۍ اته اعشاریه درې سلنه یې د پلار کېدو ستونزه درلوده، د هغو پنځه اعشاریه اووه سلنه خلکو چې د زوکړې پر مهال یې وزن عادي وو.
نژدې ۱۲ اعشاریه ۵ سلنه جوړې د نه ماشومداره کېدو ستونزه لري چې دریېمه برخه ستونزه د نارینه و وي.
په دریېو کې یوه برخه بیا د ښځینه وو ستونزه هم وي، خو پاتې یې د دواړو نارینه و او ښځینه دواړو ستونزه وي او یا دا چې نامعلومه لاملونه لري.
څېړنې ښودلې چې په ښځو کې د ماشوم نه زېږولو ستونزه د زوکړې پر مهال د وزن له کموالي سره تړاو نه لري.
د ارهوس پوهنتون ساینسپوهانو پر تر ۵۵۰۰ ډېر نارینه او ۵۳۰۰ ښځینه و چې د ۱۹۸۴ او ۱۹۸۷ کلونو ترمنځ زېږېدلي ازموینه ترسره کړې او تر ۲۰۱۷ کال پورې تر هغه چې مشران شوي تعقیب کړي يې دي.
لس سلنه نارینه او ښځینه تر خپل عمر کوچني پیدا شوي ول، ۸۰ سلنې یې د زوکړې پر مهال نورمال وزن درلود او نژدې نهه سلنه یې لوی پیدا شوي ول.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې څېړنه کې هغه ماشومان چې د ۴۰ اوونیو ول چې پیدا شوي، وزنونه یې له دوه نیم تر څلور نیم کیلو ګرامه وو. تر دې کم وزنه ماشومان چې لس سلنه جوړوي په وزن کوچني ارزول شوي.
څېړنې موندلې د هغو ماشومانو چې وزن یې کم وو میندو یې ډېر سګرټ څکولي ول او شراب یې څښلي وو چې ویل کېږي سګرټو یې په نس کې جنین زیانمن کړی و.
دا چې څنګه میندې کولی شي سالم اولاد وزېږوي ساینسپوهان وايي، باید له سګرټو او دخانیاتو ډډه وکړي، ښه خواړه وخوري او ښه ژوند بڼه غوره کړي.
هغه ښځې چې عمر یې تر ۴۰ لوړ وي، د وینې لوړ فشار ولري، د پښتورګو ستونزه او د شکرې ناروغي ولري، ډېره شونې ده چې ماشومان یې کوچني پیدا شي.








