په اېډز څومره پوهېږئ؟

روبان قرمز کمپین مبارزه با اچ‌آی‌وی

د عکس سرچینه، Getty Images

د اېچ ای وي یا اېډز نښې څه دي او تر څومره مهال یې دا نښې څرګندېږي؟

ډېری کسان چې پر اېچ ای وي وایرس اخته شي له دوو تر شپږو اونیو پکې د دغه وایرس نښې لکه زدوکام او والګی ښکاره شي.

په اېچ ای وي نږدې ۸۰ سلنه ککړ کسان تر څو اونیو دا نښې لري.

  • تبه
  • د ستوني درد
  • د بدن خارښ

نورې نښې هم شته چې ممکن ډېرې ښکاره نه شي یا په ټولو کسانو کې څرګندې نه شي.

  • ستړیا
  • د بندونو درد
  • د غودو پړسوب

ممکن د نورو ناروغیو له امله هم دا نښې ښکاره شي او د اېچ ای وي وایرس په مانا نه وي، خو په دې شرط چې تر دې نښو مخکې لږ وخت کې مو کوم خطرناک کار نه وي کړی.

که څوک دا نښې لري او فکر کوي چې څو اونۍ مخکې یې داسې کار کړی چې په اېچ ای وي د اخته کېدو خطر یې شته، نو ژر تر ژره دې د ایچ ای وي ازمېښت وکړي.

دا نښې له وایرس سره د بدن د دفاعي سیستم د مبارزې نښې دي، خو لنډ وخت یا څو اونۍ وروسته پر اېچ ای وي اخته کس د کلونو لپاره د دې ناروغۍ نښې نه لري.

دا پړاو د اېچ ای وي د پټ پړاو په مانا دی، چې تر لس کلونو دوام کولی شي.

د اېچ ای وي د پټ دوران تر پای ته رسېدو وروسته د بدن دفاعي سیستم سخت زیانمنېږي او لاندې نښې پیدا کېږي.

  • د وزن کمېدل
  • سخت اسهال
  • د شپې خولې کېدل
  • د پوټکي ستونزې
  • پرلپسې عفونت
  • نورې سختې او وژونکې ناروغۍ پیدا کېدل

د ایچ ای وي ژر تشخیص د دې پورتنیو نښو د څرګندېدو مخنیوي کې مهم رول لري او ان د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې مرسته کوي.

ځکه ډاکټران سپارښت کوي چې که کوم کس ناخوندي جنسي اړیکه نیولې وي او فکر کوي چې په اېچ ای وي یا اېډز د اخته کېدو خطر یې شته، نو ژر تر ژره دې د ازمېښت لپاره روغتیايي مرکز ته لاړ شي.

ښه د ه چې هر څومره ژر وي یو کس باید پر خپله ناروغۍ پوه شي.

دا ناروغي تر دا مهال پرېکنده یا قطعي درملنه نه لري، خو اوسنیو درملو سره هم د وایرس شمېر کنټرولېدلی او داسې کار کېدلی شي، چې ناروغ د ټولنې د نورو خلکو په څېر ژوند ولري او عمر یې اوږد شي.

که یو کس پوه شي اېډز نیولی څه باید وکړي؟

آزمایش اچ‌آی‌وی

د عکس سرچینه، Getty Images

که د یو کس ازمېښت وښوده، چې په اېچ ای وي اخته دی، باید پرلپسې وینه معاینه کړي، چې له درملنې مخکې یې د اېچ ای وي د پرمختګ کچه مالومه شي.

دې ازمېښت کې دا مالومېږی چې وینه کې د وایرس اندازه څومره ده او دا وایرس د بدن پر دفاعي سیستم څومره اغېز لري.

له دې ازمېښت وروسته درملنه پیلېږي، چې موخه یې د ناروغ په وینه کې د وایرس د کچې ټیټول دي، چې ور سره د بدن دفاعي سیستم رغېږي او د اېچ ای وي اړوند نورو ناروغیو د پېښېدو مخه نیول کېږي.

که د ناروغ درملنه کېږي، نو وینه کې یې د وایرس کچه دومره کمېږي چې ان دا ډېر کم امکان وي چې له دغه کس دې دا وایرس نورو ته ولېږدول شي.

د اېچ ای وي تشخیص ښايي ناروغانو ته دومره خواشینوونکی وي چې په ژور خپګان اخته شي، خو د اېچ ای وي د درملنې روغتونونه دا ډول ناروغانو ته مشوره ور کوي چې له اېډز سره پر تړلو رواني ستونزو یا ژور خپګان برلاسي شي.

که ناروغ روانپوه ته نه رسېږي، نو سپارښت دا دی چې پر اېچ ای وي اخته کسانو سره اړیکه ولري او د هغوی له تجربو کار واخلي.

په اېچ ای وي ککړ کس ډاکټر، روانپوه او خوراکپوه ته اړتیا لري، له دوی هر یو له دغه ناروغ سره دا مرسته کولی شي چې د ټولنې د نورو کسانو په څېر ژوند وکړي.

په اېډز د نه اخته کېدو لپاره امن جنسي اړیکه

هر دوه کسان چې خپلو کې جنسي اړیکه لري، کانډوم دې اچوي. کوم کسان چې له همجنس سره جنسي اړیکه نیسي د نارینه او ښځینه کانډوم دې کاروي.

د مقعد له لارې جنسي اړیکې سره هم د اېچ ای وی وایرس یا اېډز لېږدول کېږي. ان ویل کېږي چې له دې لارې لا ډېر دا وایرس لېږدول کېږي، ځکه باید هر ډول مقعدي اړیکه کې کانډوم واچول شي.

له تناسلي الې سره د خولې رابطه( څټلو یا خوله کې نیولو) سره هم د اېچ ای وي لېږدولو خطر شته، خو تر نورو اړیکو ډېر کم دی. ځکه باید له تناسلي الې سره د خولې اړیکې پر مهال هم له کانډوم کار واخیستل شي.

هیڅ ډول شونې نه ده چی د یو چا له بڼې وپوهېږو چې په اېډز اخته دی که نه. ځکه هر ډول جنسي اړیکه کې کانډوم کارول پر دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر ډېر کموي.

له اېډز نیولي سره د ژوند کولو لپاره مهم ټکي

ویروس اچ‌آی‌وی

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د اېډز نیولو لپاره د ژوند خورا ښه ځای خپل کور او هغه کسان دي چې ور سره مینه لري.

ټوله نړۍ کې ډېر کسان له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او د ډېر اوږد وخت لپاره کارند او ګټور ژوند کولی شي.

که د ژوند ملګري، کورنۍ یا ملګري په څېر له اېډز نیولي سره ژوند کوئ، نو لاندې ټکو ته پام وکړئ.

پرلپسې د اخته کس له ډاکټر سره اړیکه نیسئ، چې د ناروغ اړتیا وړ درملنې او څار له وروستیو پړاوونو خبر شئ.

د اېچ ای وي وایرس د هوا، خوړو، اوبو، قاشوغې یا لوښي، پیالې، لماستځي، تشناب، حشرو، کورنیو ژویو او هر هغه شي سره چې د نارغ په وینه، د نر یا ښځې په مني یا اړوند اوبو یا د تیو په شیدو ککړ نه وي نه ځي.

بې له دې چې په دې وایرس د اخته کېدو له خطر سره مخ شئ، تاسو له ناروغ سره خوړلو، جامو اغوستلو، ان تشناب او حمال کولو کې مرسته کولی شي.

ناروغ ته لاس ور کول، په څنګ کې نیول، چاپي کول او ور سره هر ډول تماس کوم خطر نه لري، بلکې د هغه عاطفي ملاتړ ور سره کېدلی شي.

په اېچ ای وي د اخته کس دفاعي سیستم کمزوری وي، ځکه پکار ده چې له هغه سره له تماس مخکې باید خپل لاس ومینځئ چې نورې ناروغۍ ور نه شي.

که بدن په تېره لاس مو ټپي وي، له ناروغ سره تماس کې احتیاطي تدابیر ولرئ، چې خپل ځان یا هغه له خطر سره مخ نه کړئ.

که زوکام یا والګي نیولي یاست، د یو څه مهال لپاره له اېډز نیولي لرې اوسئ، ان کله کله د دوی بدن له ساده زوکام سره د مقابلې وس نه لري.

چاکو، مسواک، نوسی(ناخونګیر) غوږوالۍ یا بله هره وسیله چې د ناروغ په وینه د ککړېدو امکان یې وي، ور سره ګډ مه کارئ.

د ناروغ جامې له خپلو کالیو سره ګډې مینځلی شئ، خو که وېرېږئ چې د هغه په وینه یا د بدن په نورو مایعاتو ککړې دي، نو له اېشېدلو اوبو کار واخلئ.

د اېچ ای وي اړوند مهمه خبره د ټولنې او کورنۍ منل دي. دا ناروغي د جنسي اړیکې، ستنې او له مور بچي ته لېږدول کېږي.

اېچ ای وي نیولی یا په اېډز اخته کس باید ټولنې ته د ستنېدو لپاره وهڅول شي.

دا کس ترحم ته اړتیا نه لري، بلکې یو شان چلن ته اړتیا لری او د ټولنې ټول غړي د دې ناروغۍ په کنټرول کې اغېزناک رول لرلی شي.