له څارندویانو سره د ستور مزلي ملګرتیا

په بریتانیا کې یو ستور مزلی - د څارندویانو له یوې ادارې سره یو ځای شوی او غواړي چې یوه ساینسي پروژه پیل کړي. د Scouts یا څارندوی نړیواله اداره ځان هغه بنسټ بولي چې وايي ماشومانو ته د ژوند مهم مهارتونه ورښيي. اوس ستورمزلی Tim Peake وايي دا مهمه ده چې ماشومان په ډېر کم عمر کې ساینس ته مخه کړي او بیا په هماغه برخه کې خپلې زده کړې وکړي.