د فضا پر لور له مځکې الوت
د امريکا فضاپوهانو اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امريکا له خاورې د ستورمزلو کپسول توغولی دی. د سپېس اېکس فالکون، توغندی د فلورېډا له کېپ کاناوېراله والوت، چې ډراګون کپسول يې ورسره لېږداوه. ناسا هيله لري، دا ماموريت چې انسان په کې نه شته، امريکا ته به د دې لار هواره کړي، چې مدرا ته به د خپلو ستورمزلو په استولو بيا پيل وکړي.