تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سرطان درملنې نوې هيلې
د سرطان ناروغۍ درملنه کې د پرمختګ پرله پسې هڅې کېږي، اوس بيا يو نوی ماشين د لومړي ځل لپاره بريتانيا کې د سرطان پر ناروغ کارول شوی دی. دغه اله چې د لندن رويال مارسډن روغتون کې ده، ډاکټرانو ته د دې لار پرانيزي، چې په وړانګو د درملنې پر مهال ټيومورونه هم وڅاري، يو داسې کار چې پخوا شونی نه و.