"مريخ کې د اوبو جهیل موندل شوی"

د عکس سرچینه، Science Photo Library
ساینس پوهان وايي، داسې نښو سره مخ شوي چې د مریخ په سیاره کې د لوی حجم مایع اوبو شتون په ډاګه کوي.
دوی وايي، دا نوی موندل شوی جهیل د مریخ سویلي قطب تر کنګلونو لاندې دی او اوږدوالی یې ۲۰ کیلومتره دی.
مخکينیو څېړنو ښودلې وه چې ممکن د مریخ پر مخ اوبه موجودې وي خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه کچه د اوبو د شتون نښې له دغې سیارې ترلاسه کېږي.
له دې مخکې د ناساڅېړونکي روباټ کیوریوسیټی د مریخ پر مخ د اوبو نښې او لارې موندلې وې او دا یې په ډاګه کوله چې پخوا د مریخ پر مخ اوبه وې.
خو له هغه راهیسې د دې سیارې یخې هوا له کبله دا اوبه تر ګنګلونو لاندې ایسارې پاتې شوې دي.

د عکس سرچینه، NASA/JPL/MALIN SPACE SCIENCE SYSTEMS
دا نوې موندنې د مارسیس په ذریعه ترسره شوې دا راداري تجهیزات دي چې د مارس اکسپرس ستور بیړۍ څېړونکی روباټ باندې نصب شوي دي.
د مارسیس په ډول رادارونه د څېړونکي روباټ د ستور بیړۍ په مخ او لاندې برخه کې نصب کېږي چې سیګنالونه او انعکاسونه ارزوي.
خو مارسیس دا توان نه درلود چې د دې سمندرګي ژوروالی معلوم کړي پوهانو د اټکل له مخې یې ژوروالي یو متر ښودلی.
پروفیسور روبرټو اوروزی وايي:" کولی شو دغه د اوبو لوی حجم د جهیل په کچه حساب کړو، یو سم جهیل، نه هغه اوبه چې د ګنګلونو له ویلي کېدو د ډبرې او کنګل ترمنځ ځای ډک کړي ".

د عکس سرچینه، ESA/INAF
د بریتانیا پوهاند منیش پټېل وايي،"له ډېره وخته مونږ په دې پوهېدلي یوو، د ژوند هغه ډول چې مونږه یې پېژنو په مریخ کې نه شته نو ځکه د دې سیارې تر سطحې لاندې د ژوند موندلو لپاره هڅې روانې دي "
"او دا هغه ځای دی چې تر ډېره له مضره شعاګانو خوندي پاتې کېدی شو د هوا فشار د یا ژوند کچې ته را لوړېږي او له هر څه نه مهمې اوبه دي چې یو حیاتي عنصر دی"








