د توپان ښکار شوي نهنګان

د ویډیو تشریح، د توپان ښکار شوي نهنګان

هغه ۳۰ نهنګان چې د اروپا په سمندرغاړو کې تېر کال مړه موندل شوي وو د څېړونکو په ګومان ښايي د سترو لمرېزو توپانونو ښکار شوي وي.

ساینس پوهان په دې لټه کې و چې ولې دغه ژوي بې له کوم څرګند دلیله مړه شوي دي. دا نهنګان ځوان، په سټه روغ او خواړه یې هم سم وو، خو د نړیوالې تودوخې په څېر خبرو یې ښايي په مړینه کې ونډه لرلې وي.