تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنوبي افريقا کې د اېچ ای وي ضد واکسينو ازمويښتي پړاو پيل شوی
د ډسمبر لومړۍ د اېډز نړیواله ورځ ده، چې د نړۍ لروبر په کې وګړي د دغې ناروغۍ په اړه د پوهاوي لوړېدو په موخه فعاليتونه ترسره کوي.
خو جنوبي افریقا کې دا فعاليتونه يو څه ډېره ځانګړتيا لري. دا اوونۍ دغه هېواد د اېچ ای وي ويروس پر وړاندې د واکسين ازمويښتي پړاو پيل کړ.
دا تر ټولو لويه داسې کلينيکي او پرمختللې ازموينه ده، چې لومړی ځل په دغه هېواد کې ترسره کېږي، او مالي ملاتړ یې د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ کوي.