د فرانسې کلې کې د ماشومو کډوالو ناخوالې

حکومتي تګلارو کې په يو لوی بدلون کې د بريتانيا لومړي وزیر ډېوېډ کامرون ويلي دی به اوس هغه ماشومان مني چې په سوريه کې له جګړې اروپا ته راتښتېدلي دي.

خو دوی به یوازې هغوی وي چې تېر مارچ کې له ترکيې سره د کډوالو تبادلې له تړون مخکې له پولو تېر شوي وي.

ډېر دغه ماشوم کډوال بريتانيا ته پر لار د فرانسې کلې پنډغالي ته رسېدلي دي، چې په ځنګله هم مشهور دی. د بي بي سي لېز ډوسېټ دې پنډغالي ته ورغلې وه، او له افغانانو سره يې هم پکې خبرې کړي دي.