بلوچستان کې گوزڼ وهلي ماشومان ډير شوي

- Author, ايوب ترين
- دنده, له کوټې
په پاکستان کې تیرکال د گوزڼ په ناروغۍ ۱۰۸ ماشومان اخته شوي وو چې ۷۳ تنه يې د بلوچستان ايالت اوسیدونکي و.
د ګوزڼ د ناروغۍ د مخینوي لپاره د دوشنبې (د می ۷) څخه په کوټه ، پشین اوقعله عبدالله کې درې ورځنی کمپاين پيل شوی دی.
په پاکستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ د مخبنوي لپاره هلې ځلی روانې دي چې له امله يې سږ کال يوازې ۱۶ ماشومان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې کې اوه ماشومان د قبايلي سیمو، څلور يې د خیبرپښتونخوا او دوه نور يې د بلوچستان د مرکز کوټې سره تړاو لري.
د ګوزڼ د ناروغۍ د مخینوي لپاره د بلوچستان په دریو ولسوالیو کې لکه کوټه ، پشین اوقعله عبدالله کې درې ورځنی کمپاين پيل شو چې د می د میاشتې ترنهمې نيټې پورې به دوام ولري.
د دې کمپاين په ترڅ کې به له ۳۰۰۰۰۰ نه زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول شي.
په دې ترڅ کې د قعله عبدالله ولسوال اضغر حریفال وویل چې دا څاڅکي به ھغو ماشومانو ته هم ورکول کيږي چې له افغانستان نه پاکستان ته راځي یا له پاکستان نه افغانستان ته سنيږي.
د نوموړي په وینا سږ کال په قعله عبدالله او پشین کې یوماشوم ھم په دغه ناورغۍ نه دی اخته شوی.
هغه زیاته چې اوس هم ځينې خلک ماشومانو ته د و ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو ته په ښه نظر نه ګوري.
خو د بلوچستان د روغتیا د ادارې سیکرتر نصیب الله بازیي وايي چې په دغه څاڅکو کې ھيڅ تاوان نشته او په کار ده چې خلک خپل ماشومان د تل لپاره د معذورۍ نه خوندي کړي.
د یادونې وړه ده چې تیرکال د نړۍ د ټولو ھېوادنو په پرتله ډير ماشومان په پاکستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي وو.
خو سږنی کال په پاکستان کې تراوسه ۱۶ ، نائیجریا کې ۲۸ او په افغانستان کې ۶ ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ وهلي دي.








