تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې افغان کډوالې نجونې وايي د زدکړو په اړه اندېښمنې دي
ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو نومليکنه او لا نورې پاتې کېدا کې د مرستې وړاندیز کړی، او له اسلام آباده یې د دې غوښتنه هم کړې، چې له خطر سره مخامخ ټولنو ساتنې او ملاتړ بهير دې روان وساتل شي.
يو اېن اېچ سي ار، او ای او اېم، ویلي که دا افغانان په سملاسي ډول کوچېدو ته اړ ايستل کېږي، نو خطر کې لوېدو سره مخامخېدی شي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان دا اوس اوس له يو لړ کړکېچونو تېرېږي، چې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په کې له بشري حقونو د سرغړونو له ننګونو سره مخامخ دي.
پاکستان ګوتڅنډنه کړې، چې دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغانان به د اوکتوبر له پای وروسته په زوره وباسي. دلته د هغو افغان نجونو اندېښنې او خبرې اورو چې پېښور په زده کړو بوختې دي.