له مفتي منیر شاکر سره مرکه

د ویډیو تشریح، له مفتي منیر شاکر سره مرکه

د پښتونخوا یو دیني عالم مفتي منير شاکر وايي مذهبونه له اسلام سره څه ځانګړی تړاو نه لري او دوی يوازې، په خپله وينا د قرآن دين مني.

ښاغلی شاکر دا تېره څه موده په خپلو ستوغو ويناوو او ناندره ييز دريځ پر ټولنيزو رسنیو مشهور شوی دی.

دی پخوا خيبر اېجنسۍ کې د "لشکر اسلام" په نامه د يوې اورپکې ډلې مشر و او اوس يې د دوديزو ملايانو پر وړاندې نيوکو ته مخه کړې ده.

ډېر اسلامي پوهان بيا پر دې باور دي، چې د حديثونو کتابونه او مذهبونه د قرآن او دين شرح او تفسير کوي او دا چې اختلاف يا توپير د عقيدې زیان نه دی.

ښاغلی شاکر، سيد عبد الله نظامي سره خبرو کې لومړی پر مذهبونو غږېږي.