پاکستان کې نا امني: بلوچستان کې خلکو کاربنديز کړی

په پاکستان کې چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په ختیځ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید شوی او یو افسر پکې وژل شوی.

درې نور ټپیان شوي دي. په ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي. برید د پنجاب صوبې په میانوالي ولسوالۍ کې شوی دی.

له دې سره هممهاله د بلوچستان په مستونګ سیمه کې، د وړمې ورځې له چاودنې وروسته، خلک نن سړکونو ته په لاریون راوتلي وو او د کاربندیز اعلان یې وکړ.

ازاد خبریال محب الله خان له کوټې تازه حال لري: