پېښور کې جومات تر خونړي برید وروسته

د ویډیو تشریح، پېښور کې جومات تر خونړي برید وروسته

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د تېرې ورځې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شوی.

په دې چاودنه کې د ۲۲۱ کسانو د ټپي کیدو هم ویل کېږي.

دا شمېر د ودانۍ شاوخوا د ژغورنې عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته اعلان شوی او ژغورنډلې اعلان کړی چې نور د کنډوالو لاندې څوک نه دي پاتې.

ژغورنډلې ویلي، تېره شپه یې تر ۱۲ بجو د ۲۱ نورو کسانو مړي له کنډوالو راویستلي چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر نږدې سلو ته ورسېد.