پښتونخوا کې ناامني: ګڼ شمېر خلکو احتجاجونه کې برخه اخيستې
په پښتونخوا کې د ترهګریزو بريدونو پر ضد د مظاهرو لړۍ اوس د دې صوبې نورو سيمو ته هم غځېدلې ده.
دغه مظاهرې د دوشنبې پر ورځ په سوات دره کې پیل شوې - کله چې زرګونه کسان د ناپېژانده وسله والو له خوا د یوه ځايي ښوونځي د بس چلوونکي له وژل کېدو وروسته د زیاتېدونکې نا امنۍ پر ضد را پورته شول.
دا مظاهره کوونکي له حکومت غواړي چې د سیمې اوسېدونکو خوندیتوب لپاره لا ډېر څه وکړي.