پېښور کې احتجاج: د شمالي وزيرستان بېځايه شوي د مرستې غوښتنه کوي
د شمالي وزير يستان لسګونه احتجاجيانو پېښور کې د پښتونخوا صوبايي اسمبلي پر وړاندي مظاهره کوله. دا خلک د هغې مالي مرستې بندېدو خلاف غونډ شوي وو چې د حکومت له خوا ورسره کېده.
حکومتي چارواکي وايي د شمالي وزيريستان ډېرې سيمې یې له اورپکو پاکې کړې او ترې کډه شوي خلک دې اوس بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي. پاکستاني پوځ ۲۰۱۴ کې شمالي وزيريستان کې د اورپکو پر وړاندې د ضرب عضب په نامه، پوځي عمليات وکړل چې له امله یې له سيمې سلګونه زره خلک د پښتونخوا بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان او د پېښور بېلابېلو سيمو ته کډه شول.
حکومت دغو بې کوره شوو خلکو لپاره د بنو بکاخېل کې کمپ هم ولګاوه، خو ډېرو يې د کرايې کورونو او يا هم له خپلو خپلوانو کره اوسېدل غوره کړل.
حکومت ۲۰۱۸ کې هغو سيمو ته چې له اورپکو پاکې اعلان کړی شوې د بې کوره خلکو بېرته ستنېدو بهير پيل کړ چې لا اوس هم روان دی. دلته د يو څو احتجاجيانو خبرې اورو، چې نن د پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته غونډ شوي وو.