خیبر پښتونخوا کې د اېډز ناروغۍ چټکې خپرېدو لامل څه دی؟

د ویډیو تشریح، خیبر پښتونخوا کې د اېډز ناروغۍ پېښې په ډېرېدو دي

په خيبر پښتونخوا کي د ايډز ناروغي په چټکي سره خپرېږي او د ډاکټرانو د شمېرو ترمخه دا وخت په دغه صوبه کې د ايډز د ناروغانو شمېر له شپږ زرو اوښتی چې په ې ناروغانو کې مېرمني او ماشومان هم شامل دي.

د ايډز د خپرېدو يو لامل په وخت په دغه رنځ د اخته پېژندنه نه کېدل دي او چې کله د طبي ازموينو له لارې دا ډول ناروغي معلومېږي نو هغه په ټولنه کې د دغه رنځ د خپرېدو سبب شوی وي.

د پيښور کمپليکس روغتون ته راغلی يو تن چې نوم يي پټ ساتل شوی په دې نه پوهېږي چي پلار یې څنګه په ایډز اخته شو.

هغه بي بي سي ته وويل پلار يې بهر مزدوري کوله، خو ده له کلي بېرون هېڅ ځای ته سفر نه دی کړی،‌ نو څنګه په دې ناروغۍ اخته شوی.

نوموړي زياتوي د خپل پلار د ناروغۍ د معلوملو لپاره یې په روغتونو کي ځینې طبي ازموينې وکړې چې ښايي له هماغه ځایه ورته دا ناروغي لېږدېدلې وي.

اېډز په پاکستان کې ناوړه ناروغي ګڼل کېږي چې ډېری خلک پرې د اخته کېدو لامل یوازې جنسي اړیکي ګڼي، خو له جنسي اړيکو پرته د ايډز د ناروغو نور لاملونه هم شته چي يو شمېر خلک پرې نه پوهېږي.

د پيښور د کمپليکس روغتون يو وارډ د ايډز د ناروغانو لپاره ځانګړي شوی. دلته د ډاکټرانو د شمېرو تر مخه په خيبر پښتونخوا کې د ايډز د ناروغانو شمېر له شپږ زرو اوښتی دی.

د پښتونخوا په بنو، پېښور او دير ولسواليو کې د ايډز ناروغان بيا زيات ثبت شوي. د پيښور د کمپليکس روغتون يو ډاکټره ساديه خان بي بي سي ته وويل د ايډز ناروغۍ د انسان د وجود د ناروغيو پر ضد دفاعي نظام اغېزمنوي چې له کبله بيا بل چا ته په اسانه سرایت کوي.

نوموړي وايي د ايډز په رنځ اخته تن کې ضروري نه دي چې د ايډز د ناروغۍ نښې په سم لاسي توګه څرګندې شي، بلکې تر لسو ورځو یې نښې راښکاره کېدای شي.

په دې نښو کې ټوخی، تبه او د وزن کمېدل شامل دي.

ډاکټر ساديه خان وايي په پښتونخوا کې د ايډز د رن‍ځ د خپرېدو يو لامل پر وخت په ناروغي د اخته تن پېژندګلي يا معلومات نه کېدل دي.

نوموړې وايي ايډز ناروغي د وينې د انتقالولو او يا د ستن د سرنج د استعمال په وخت د احتياط څخه د کار نه اخیستلو له کبله هم لګېدی شي.

چارواکي وايي په دې نشه‌يانو کي يوشمېر د ايډز په شان په نورو خطرناکو ناروغیو اخته شوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، چارواکي وايي په دې نشه‌يانو کي يوشمېر د ايډز په شان په نورو خطرناکو ناروغیو اخته شوي.

د کمپليکس روغتون د لابراتوار يوه کارکوونکي شبير خان بی بي سي ته وويل د ايډز د ناروغۍ درملنه ټول عمري ده او دلته ټولو ناروغانو ته وړیا دارو ورکړي کېږي او طبي ازموينې یې کېږي.

نوموړي زياتوي، دلته چې کوم ناروغ/ناروغه راځي نو د هغه/هغې په روغتون کې په دارو او طبي ازموينو يوه روپۍ لګښت هم نه راځي. د هغوی ټول مصرف د ايډز پروګرام په اډانه کې وړیا وي.

د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت په امر د پېښور چارواکو تر زرو زيات هغه نشه‌يان نيولي چې دا وخت یې بېلابېلو مرکزونو کې درملنه روانه ده.

چارواکي وايي په دې نشه‌يانو کي يوشمېر د ايډز په شان په نورو خطرناکو ناروغیو اخته شوي.

د پېښور د کمپليکس روغتون ډاکټران وايي د ايډز درملنه ګرانه خو احتياط اسان دی او په احتياط کولو سره انسان ‍ ځان له دې خطرناکې ناروغۍ بچ ساتلی شي.