تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې پر پوليو د اخته يوه ځوان د زدکړو هوډ
پوليو يا ګوزڼ يوه داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري، او يوازې مخنيوی یې کېدی شي. ويروس يې تر ډېره له ۵ کلنۍ پر کم عمره ماشومانو اغېز کوي. پوليو واکسين، چې څو ځله ورکول کېږي، يو ماشوم ټول عمر له دې ناروغۍ ژرغولی شي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي د پوليو ويروس خپرېدا تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې، او د ۲۰۲۱ کال جنورۍ راهيسې، پاکستان کې کومه پېښه نه وه، او افغانستان کې بيا ۲۰۲۱ کال کې څلور، او ۲۰۲۲ کال يوه پېښه موندل شوې.
ميندې پلرونه د خپلو ماشومانو د روغتيا لوی مسئوليت پر غاړه لري، چې تل یې د پوليو پر وړاندې په واکسينولو ځان ډاډمن کړي. د پښتونخوا بر دير، يوه ځوان کيسه لرو، چې ماشومتوب کې پوليو او ګوزڼ شل کړی، خو د زده کړې هوډ یې پيا وړی و.