پښتونخوا کې د تعليم ډګر کې څومره پرمختګ شوی؟
خیبر پښتونخوا کې له تېرو اتو کلونو د پاکستان تحریک انصاف ګوند واکمن دی. دغه ایالت کې د تعلیم په برخه کې بې ساری پرمختګ د دې ګوند یوه تر ټولو لویه ژمنه وه. د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي او د تعلیم ډګر فعالان وايي ژمنې نه دي عملي شوي او پرمختګ هم ورو دی.
پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د خيبر پښتونخوا لومړنیو او ثانوي زده کړو صوبایي وزیر شهرام خان ترکی د خلکو د همدغو اندېښنو په اړه پوښتلی.