د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرې

د ویډیو تشریح، د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرې

پاکستانيو طالبانو د هغو خبرو لپاره د يو شرط په توګه د دغه هېواد له حکومته د يو شمېر بنديانو خوشي کولو غوښتنه کړې، چې موخه يې د يوه بشپړ اوربند لپاره لارهواری دی.

دا خبره د دې ډلې ځینو سرچينو رسنيو ته کړې ده. د ډلې يوه قوماندان چې وايي کونړ کې مېشت دی، رويټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي، د افغانستان طالبانو په منځګړتوب يې د پاکستان له حکومت سره یې د پیل دوه پړاوه خبرې کړې دي.

ځينو سرچينو ويلي، سراج الدين حقاني چې د حقاني شبکې مشر او طالب حکومت کې د کورنيو چارو وزير دی، دغو خبرو سره د منځګړي مرسته کوي.

د جمعې ورځ (۵ نومبر) اسلام اباد کې ځینو سرچینو خبریالانو ته ویلي، یو حکومتي پلاوی له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.

پېښور کې رحمان الله له اﺯاد خبريال او د چارو څېړونکي رفعت الله اورکزي سره خبرې کړې او پوښتلى يې دی د دواړ خواو تر منځ دا خبرې اوس کوم پړاو کې دي.