پښتونخوا کې خلک د اوړو بيو لوړېدو له کبله پر واکمن ګوند نيوکې کوي

پښتونخوا کې د اوړو او نورو خوراکي توکو بيې لوړې شوې، چې د بېوزلو خلکو ژوند یې ورسره ګران کړی دی.

اوړه د سيمې خلکو ژوند کې يو بنسټيز خوراکي توکی دی، چې اوس يې ډېر خلک د اخيستلو توان نه لري.

نيوکې دا دي، چې د واکمن تحريک انصاف ګوند په درې کلنه واکمنۍ کې پاکستان کې د خوراکي توکو بيو پرله پسې لوړې شوې، حکومت یې بېلابېلو وختونو کې د کنټرول هڅې کړې، خو لا يې کومې مثبتې پايلې نه دي ورکړې.

پېښور کې مو همکار رحمان الله د اوړو بيو زياتوالي لاملونو په اړه دا راپور چمتو کړی دی.