تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عثمان کاکړ څلوېښتي: کورنۍ يې وايي د وژلو په تړاو يې پلټنه پيل شوې نه ده
په پښتونخوا کې د وژل شوي سیاستوال عثمان خان کاکړ د څلوېښتۍ مراسم نن کېږي، خو ګوند او کورنۍ یې وايي، د وژلو پلټنه یې پیل شوې لا نه ده.
د عثمان خان کاکړ زوی خوشحال کاکړ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د پلار پر لار به روان وي او د هغه مرام به تر پایه رسوي.
سیاستوال عثمان خان کاکړ چې په عثمان لالا مشهور و، د ده د ګوند او کورنۍ په خبره شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې، په کوټه کې، په خپل کور کې، د نامالومه کسانو په برید کې ټپي شوی و چې وروسته یې د کراچۍ په روغتون کې ساه ورکړه.
زموږ خبریال خدای نور ناصر یې زوی خوشحال کاکړ پوښتلی دی.