پښتون چارلي چپلېن سره مرکه

د چارلي چپلېن د کومیډۍ هنر په ټوله نړۍ کې مینه وال لري او له لسیزو راهیسې خلک ورسره بلد دي.

په دې مینه والو کې یو هم د پېښور ځوان ممثل عثمان خان دی چې اوس یې خلک د "پښتون چارلي چپلېن" په نامه پېژني.

عثمان خان وایي، له چارلي چپلېن سره د ډېرې مینې له کبله، او د خلکو پر خوله د خندا راوستو لپاره د دې لوی کومیډین پېښې کوي.‌

ازاد خبریال طارق الله له عثمان خان سره د هغه پر هنر او د خلکو پر غبرګون خبرې کړې دي.