هغه ماشوم چې په ډېر ځنډ په خبرو راغی

د طبي کارکوونکو په خبره، ماشومان د دوو او درو کلونو په عمر کې خبرې پېلوي، خو ځینې یې بیا د اټېزم ناروغۍ له امله دغه پیل یا په ځنډ کوي او یا ترپایه بېخي خبرې نشي کولی.

اټېزم د عصبي ودې یو حالت دی. د خبرې کولو، له نورو سره د اړیکو په ساتلو او له نورو سره په تماس کې د انسان پر وړتیا اغېز کوي.

په اسلام اباد کې زموږ همکار خدای نور ناصر د داسې یوې مور کیسه لري چې زوی یې له همدې حالت سره مخامخ دی. دغه مور اوس له نورو ماشومانو سره مرسته کوي.