پاکستان د چمن – سپین بولدک لار د اختر لپاره پرانیستې
پاکستاني چارواکو د چمن او سپین بولدک تر منځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ تړلې لار د لوی اختر لپاره پرانیستې ده. دغه لار د کورونا وېروس له کبله له تېرو څو میاشتو راهیسې تړلې وه. په چمن کې له څه مودې راهیسې ځايي خلکو پرلت کړی او وايي، د دوی اقتصادي حالت ورسره ډېر خراب شوی دی. دوی غوښتنه کوي چې دغه لار باید تل پرانیستې وي. له اسلام اباده خدای نور ناصر نور جزیات لري.