تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې افغان کډوال کانکور ازموینه کې دویم ځای ګټلی
پښتونخوا کې د یو افغان کډوال زوی د کانکور ازموینه کې دویم ځای ترلاسه کړی. محبوب الرحمن د پښتونخوا د مردان ضلعې مټرېک یا کالج لپاره ازموینه کې د (مردان بورډ) په کچه دویمې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې دي.
محبوب الرحمن وایي، پلار یې مزدوري کوي او لاس ګاډي مېوه خرڅوي، خو ارمان یې و چې اولادونه یې لوړې زدکړې وکړي.