تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه کړې
پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون د پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنک د یوه غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د یکشنبې پر ورځ د پوځ لخوا ونیول شو.
علي وزیر له نورو پښتنو فعالانو سره په شمالي وزیرستان کې لاریون کاوه چې په یوې پوسته کې د سرتیرو لخوا پرې ډزې وشوې.
لاریون کوونکي ادعا کوي چې پوځ یې پنځه کسان وژلي. پوځ بیا تاکید کوي چې د دوی پر پوستې برید شوی وو او وايي په ځوابي برید کې یې درې کسان وژلي.
تر هغه وروسته د پنځه تنو نورو مړي هم موندل شوي. له یوه کاله ډیره موده وشوه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پوځ له بشري حقونو په سرغړونې تورنوي او د حق غوښتلو کمپاین یې پېل کړی.
خدای نور ناصر له اسلام اباده نور جزیات وړاندې کوي.