تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد کې لس کلنه ماشومه وژل شوې
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فرشتې په نوم د یوې لس کلنې ماشومې خراب شوی مړی موندل شوی، چې د کورنۍ په خبره يې شپږ ورځې وړاندې تښتوول شوې وه. نن کرۍ ورځ د دغې ماشومې د کورنۍ غړیو او ګڼو مظاهره چیانو په ترامړي څلورلاره کې د فرشتې له مړي سره احتجاج کاوو. د اسلام اباد پولیس وايي، درې تنه يې نیولي او پوښتنې ګروېږنې يې ورڅخه پېل کړې دي. خدای نور ناصر پرې رپوټ راکوي.