تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني کې ګراني د خلکو ژوند ننګوي
پاکستان کې د اقتصاد پياوړولو لپاره له پرلپسې هڅو سره سره، بازار کې د توکو بيې په لوړېدو او د خلکو د ژوند ننګونې په زياتېدو دي.
پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې تېر دسمبر کې د توکو بيې د وړم کال همدې مودې پرتله نژدې پنځوس سلنه لوړې شوې، او د ځينو په وينا د ګرانۍ دا توپان لا همداسې روان دی.
د بسنټيزو توکو بيو کې د همدې لوړوالي له مخې د کورنيو لګښتونو بوديجې برابرول د ټولنې تنخوا والا پوړ لپاره په يوه سخته ننګونه اوښتي.
بي بي سي د دې خبرې روښانولو هڅه کړې، چې بازار کې د دغو نويو بيو حالت د عامه وګړو پر جيبونو څومره اغېز كړی دی.