تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوجستان کې د ګاډي سوځېدو ۲۷ کسان ووژل
د پاکستان له سیند څخه بلوچستان صوبې ته روان بس د کراچۍ- کوټه پر سړک تېره شپه له ټرک سره ټکر شوی چې له امله یې ۲۷ کسان وژل شوي او ۹ ټپیان دي.
بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي پولیسو په وینا، بس کې د موټروان او کلینډر په ګډون ټول ټال ۳۶ کسان سپاره وو.