د ټرمپ څرګندونو پر وړاندې د عمران خان کلک غبرګون

پاکستان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغو څرگندونو سخت غبرگون ښوولى چې ويلي يې دي ګنې اسلام اباد له واشنگټن سره د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې څه نه دي کړي. ولسمشر ټرمپ ويلي اسامه بن لادن په پاکستان کې پټ و خو بيا هم امريکا له اسلام اباد سره د ميلياردونو ډالرو مرسته کوله چې اوس پرې درول شوې ده.