تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بحث: خيبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو ورګډول، ګټې او زیانونه او د افغانستان دریځ څه دی؟
کابل کې د قبایلي سیمو د قومونو استازو د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ یې قبایلي سیمې په خیبر پښتوانخوا ایالت کې ورګډېږي.
افغان حکومت هم د پاکستان دغه پرېکړه یو اړخیزه بللې وه او ویلي یې وو چې د پاکستان د قبایلي سیمو په اړه چې هره پرېکړه کېږي باید د یادې سیمې له خلکو سره په همغږۍ او افغان دولت سره په مشوره وشي.
نننی بحث پر همدې موضوع دی. قبایلي ولس ته د دې ګام ګټې او زیانونه څه دي او د افغانستان دریځ په دې اړه څه دی؟
د بحث ګډونوال له خیبر پښتونخوا د ولسي تحریک مشر ډاکتر سید علم مسعود، سناتور او د پښتونخوا عوامي ګوند سوبايي مشر عثمان کاکړ او په کابل کې لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع.
کوربه سپين تڼی دی.