سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه: عکسونه

د سلګونو مېرمنو په ګډون زرګونه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې غونډې ته چې د سوات په کبل سیمه کې جوړه شوې وه، د ګډون له پاره ورغلي وو.

د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د خيبر پښتونخوا د سوات کبل سيمه کې زرګونه خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه کې ګډون کړی و.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وینا کې وویل، 'د پښتنو، پنجابیانو، بلوڅو او سندیانو تر منځ د اساسي قانون خپلوي ده'.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ په ناسته کې شاوخوا ۶۰۰ ښځو هم ګډون کړی و، چې ډېرو يې ادعا کوله چې د کورنیو غړي یې تري تم شوي او دوی یې له دې غورځنګه د څرک لګولو په تمه دي.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرلتونو او احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې خپلې څه باندې نیمايي پوستې تړلې دي.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه کراچۍ کې د غونډې اعلان کړی دی.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، غونډه کې یو شمېر کسانو تصویرونه او لوحې لېږدول، چې پرې د دوی په خبره د بې درکه شویو کسانو نومونه او تصویرونه ټومبل شوي وو. دوی له حکومته غوښتل، چې د دغو کسانو موندلو لپاره اقدامات وکړي.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د منظور پشتین په مشرۍ دغه غورځنګ په دې وروستیو کې د پېښور او لاهور په ګډون نورو سیمو کې هم لویې غونډې کړې او له حکومته د ورکو شویو پښتنو را خوشي کول او په پښتنو سیمو کې د دوی په وینا، د خلکو د کړولو درول غواړي.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، د ناستې ځای ته د ننوتلو دروازو کې هم پولیس او امنیتي ځواکونه دي او هر ورتلونکی ټینګ تلاشي کوي.
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، په دې غونډه کې يو شمېر کسانو د خپلو لادرکه شويو کسانو عکسونه په لاسونو کې نيولې وو
د پښتون ژغورنې د سوات غونډه
د عکس تشریح، لادرکه شوی کس