تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاريون
پېښور کې زرګونه خلکو په هغه غونډه کې برخه اخيستې وه چې د منظور پښتین په مشرۍ د "پښتون ژغورنې غورځنګ" جوړه کړې وه. دې غونډې ته په خبرو کې ښاغلي پښتین وويل، په روانه میاشت کې به لاهور او سوات کې هم ورته غونډې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې له پښتو سره د زور زیاتي ختمول، له پښتنو سیمو د ماینونو پاکول او د ورکو شویو پښتنو بېرته ازادولو ته ورته ځینې نورې غوښتنې لري.