تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باجوړ کې کاروبار
تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د پښتونخوا بېلابېلې قبايلي سيمې د اورپکۍ، او بيا د اورپکۍ پر وړاندې د پوځی عملياتو له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
خلک ترې کډه شوي، او ژوند يې ځينو سیمو کې په ټپه ولاړ دی.
باجوړ هم يوه له هغو اېجنسيو ده، چې په وار وار په کې د اورپکو پر وړاندې پوځي عمليات شوي دي. د دغې اېجنسۍ عنايات بازار له پوځي عملياتو وروسته بيا پرانيستل شوی، خو لا اوس هم کاروبار په کې له ستونزو سره مخامخ او رغېدا يې ټکنۍ ده.