تورخم: له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو اوږده کتارونه

تورخم

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، تورخم کې له دروازې د تېرېدونکو خورا اوږده کتارونه لیدل شوي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

پاکستان د تورخم، چمن او انګور اډې په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې د چهارشنبې پر ورځ له دوې ورځني خلاصون وروسته بېرته تړلې دي.

د ویډیو تشریح، تورخم کې سترګو لیدلی حال

بل لور ته پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره بیا پرانیستله، چې وايي لا هم ډېری افغانان چې غوښتل یې هېواد ته ستانه شي د دروازې بل لوري ته ایسار پاتې دي.

ځايي چارواکي وايي د تورخم دروازه به د پښتونخوا له وخت سره سم د شپې تر ۱۰ نیمې بجو پورې پرانیستې وي، چې سبا به د تورخم په ګډون د انګور اډې او چمن لارې بیا هم تړلې وي.

پاکستاني چارواکي وايي نن شاوخوا ۱۱ زره او پنځه سوه کسان د تورخم له لارې او نژدې شپږ زره پنځه سوه کسان د چمن له لارې افغانستان ته واوښتل.

پرون د تورخم له لارې د اوښتونکو کسانو شمېر ۱۲ زره او د چمن له لارې د تلونکو شمېر ۱۰ زره یاد شوی و.

تورخم

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ویل کېږي سبا به د تورخم په ګډون د انګور اډې او چمن لارې بیا هم تړلې وي

که څه هم یو شمېر پاکستانیو رسنیو ویلي، چې کېدای شي سبا هم دغه لارې پرانیستل شي، خو پاکستاني چارواکو دم ګړۍ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان پر ډېورنډ کرښه له افغانستان سره ټولې لارې له هغه وروسته وتړلې، چې د سند په لال شهباز قلندر زیارت کې ځانمرګي برید تر ۸۵ ډېر کسان ووژل.

دغه هېواد تور پورې کوي، چې وسله وال بریدګر پر ډېورنډ کرښه له افغانستان څخه اوښتي خو خپلواکې سرچینې د پاکستان دغه تور نه تاییدوي.