'افغان دولت هم پاکستان ته د "ترهګرو" د ځای ځایګي لیست ورکړی'
اسلام اباد پر هغه ليست تر اوسه څه نه دي ويلي چې کابل وايي ورسپارلى يې دى او په پاکستان کې د پټو روزنځايونو او اورپکو ادرسونه پکښې دي.
د کابل له لوري اسلام اباد ته دا ليست تر هغه وروسته سپارل کېږي چې تېره اوونۍ پاکستان د يو شمېر اورپکو نومونه افغانستان ته وسپارل او ويې ويل په هېواد کې یې چاودنې دغو کسانو کړي.
پاکستاني امنيتي ځواکونه وايي دوى په سلگونو د شک وړ کسان نيولي دي. په کوټه کې پوليس وايي دوى ٣٥ افغانان نيولي دي.
له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د تگ راتگ لارې نن په څلورمه ورځ هم تړلې وې.
خداى نور ناصر نور جزييات راکوي.