تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عثمان کاکړ وايي د کوټې پر حالاتو خلک ډېر په تنګ دي
د بلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې د امنيتي ادارو په سلګونو پوستې دي او هره ورځ له دغو پوستو تېرېدونکي خلک پلټل کېږي. خو د دغه ښار وګړي له دغو پوستو په تنګ دي، او د پاکستان پر ملېشه ځواکونو تور پورې کوي، چې دغه پوستې يې یوازې د دوی د ځورولو لپاره جوړې کړې دي.
خدای نور ناصر د پاکستان په مشرانو جرګه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له غړي عثمان کاکړ سره خبرې کړې چې دا وخت يې په دغه ایالت کې د ګوند حکومت واکمن دی، او په همدې اړه يې پوښتلی.