پېښور کې د سې شنبې په ورځ چاودنې درې ملېشه سرتېري ووژل او اته یې ټپیان کړل

په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي، د پېښور ښار په بشیر اباد کې د ملېشه سرتېرو له موټرو سره نږدې د ښخ شوي ماین د چاودنې له امله دا مرګ ژوبله اوښتې ده.