امريکا کې د مرګوني توپان وېره
د میتو په نامه توپان چې په هیتي کې یې په سلګونو کسان ووژل مخ د امریکا د فلوریډا پر خوا ور روان دی، دغلته بېړنۍ حالت اعلان شوی.
په فلوریډا کې د اطلس له سمندرې غاړې په میلیونونو کسان په تېښته دي چې ځانونه له توپانه خوندي کړي.
اټکل کوونکي وایي، که دغه توپان تر مځکې را و نه رسېږي بیا به هم پر سمندر غاړې اوبه را واوړي او د دغو سیمو اوسېدونکو ته په زیانونه واړوي.
دې توپان، په هیتي کې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل، دغه شمېره کېدای شي لا نوره ډېره لوړه شي.