هنګري کې پر کډوالو ټولپوښتنه

هنګري کې خلک یوه ټولپوښتنه کې رایه اچوي. دا ټولپوښتنه یې لومړي وزیر وېکټور اوربان غوښتې ځکه دی نه غواړي چې هېواد یې د کډوالو د وېشلو په تړاو د اروپايي ټولنې ټاکلی شمېر ومني.

اروپايي ټولنه غواړي هر غړی هېواد یو ټاکلی شمېر کډوالو ته ځای ورکړي.

ښاغلی اوربان وايي دا د اروپا امنیت او د ژوند بڼې ته یو ګواښ دی. د هنګري په دې ټولپوښتنه کې باید لږ تر لږه ۵۰% خلک رایه ورکړي.